-کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:
١٨ وسله وال طالبان په زابل کې په نويو جګړو کې ووژل شول او څوتنه نور يرغلګر ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه د شاجوي اود شهرصفا په ولسواليو کې هغه وخت ونښتې چې په لسګونو يرغلګر پر امنيتي پوستو برېدونه وکړل .
ډيره خونړۍ جګړه د کابل – قندهار په لويه لاره په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوه .
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي. چې په دغو جګړو کې ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول او څو نوريې ټپيان شول.
د قول اردو په خبرپانه کې ويل شوي دي چې د شهر صفا ولسوالۍ په جګړه کې د څو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نوريې ټپيان شول .
د شاجوي ولسوالۍ په جګړه کې ٤ يرغلګر ووژل شول او ٧ تنه نور يې ټپيان شول
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل