کابل / د وري ٢٨ مه / باختر
په کابل ښارکې د لومړنيو توکو د بيو د کنټرول کمېټې موظفينو د بېلابېلو اصنافو يوشمېر دُکانونه په کابل ښار کې کنټرول کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغې کمېټې د موظفينو د ده افغانانو، آسمايي واټ، فروشګاه، پل خشتي او دشت برچې ساحو په دُکانونو او بازارونو کې د لومړنيو توکو بيې وڅېړلې او له سرغړونکو سره يې قانوني چلند وکړ.
په کابل ښارکې د بېلابيلو اصنافو د دُکانونو د څېړنې بهير د کابل ښار په ټولو ناحيو کې دوام کوي.
ختم – ج – اکرم