خبرونهامنیت

کابل ته څېرمه د طالبانو یو قوماندان ونیول شو

کابل / دلیندۍ / ۲۴ / باختر
د وسله والو طالبانو یو قوماندان نن د کابل د شکر درې په ولسوالۍ کې د ۱۱۱فرقې د ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر اژانس خبریال ته وویل د طالبانو د ترورستي ډلې یو قوماندان عبدالباري د دغې ډلې له دریو تنو نورو غړو سره د کابل په شکر دره کې ونیول شو.
له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه پوځي تجهیزات او وسایل تر لاسه شول .
نیول شویو کسانو د کابل د شمال په ولسوالیو کې په وروستیو زیاترو نا امنیو او د دولتي کار کوونکو په ترور کې رول درلود.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته