ورزش

د کرکټ د ملي لوبډلې د سترو برياوو په وياړد انجينير محمد خان د مبارکۍ بیغام

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ 
د کرکټ د ملي لوبډلې د سترو برياوو په وياړد انجينير محمد خان د مبارکۍ بیغام
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته يو ځل بيا د ټول ملت په استازيتوب د زړه له
کومې مبارکي وایم چې د کرکټ د بشپړ غړيتوب درلودونکي هېواد زمبابوی څخه د پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو ګټلو وروسته يې په شل اوريزو سياليو کې هم ماتې ورکړې.
د نړيوالو لوبو په بيلابيلو ډګرونو کې د هېواد ملي اتلان، د پياوړو سيالانو
په ماتولو توانېدلي چې د ګران هېواد بې وزله او ځورېدلي ولس زړونو ته د
خوښۍ احساس وروبښي.
د هغې ورځې په هيله چې هېوادوال مو د ژوند په بيلابيلو برخو کې له خپلو
سيالانو څخه د وړاندې والي په سبب ډېر افتخارونه راوړي.
د وياړلي او سوکاله افغانستان په هيله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته