کابل باختر دوږي ٢٠مه :
دلويديځ زون دولايتونو وروستۍ ډله حاجيان پرون له عربستان څخه په مستقيمه الوتنه کې هرات ته راورسېدل .
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي دهرات په نړيوال هوايي ډګر کې دحاجيانو هرکلى وکړ او دحج بهير دکارکوونکو دهلوځلو له امله يې قدرداني وکړه .
په روان کال کې دلويديځ زون دولايتونو څه دپاسه څلور زروتنو دحج فريضې د ادا کولو په موخه دهرات له هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو اوبېرته ستانه شول .
دلويديځ زون دولايتونو دحاجيانودراستنولو بهير لس ورځې دوام وکړ .
ختم_ ج _ اکرم