خبرونهروغتیا

د پکتیا حوزوي روغتون کې نږدې ۴ زره جراحي عملیات ترسره شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د پکتیا ولایت حوزوي روغتون مسوولین وايي، چې د تېر یو کال په جریان کې يې د متخصصو او ماهرو ډاکترانو پرمټ په مختلفو برخو کې ۳ زره ۹۳۲ بریالي جراحي عملیات ترسره کړي دي.
د ګردېز حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد اصیل خان ناصري باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه جراحي عملیات د ارتوپیدي، سترګو، غوږ، پزې، هډوکو، ستونې، جلدي، عصبي جراحي، ګيډې، همودیالیزیز، د ګوردو صفايی، نسايي ولادي او د داخلې په برخو کې په بریالي ډول ترسره شوي دي.
اصیل خان زیاته کړه، که چیرې د سي ټي سکن، ام ار ای “MRI” او د ایکو “زړه معایناتو” طبي وسایل په واک کې ورکړل شي نو کولای شي چې د متخصصو ډاکترانو پرمټ په یادو برخو کې هم جراحي عملیات ترسره کړي.
د یاد حوزوي روغتون مسوولین د عامې روغتیا وزارت نه غوښتنه کوي چې نور عصري او معیاري امکانات او طبي وسایل دې دوی ته برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته