سیاست

د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت د افغانستان جمهور رئيس ته د هند د صدراعظم د مبارکۍ پیغام

کابل_باختر د زمري دمياشتې ٢٦مه:
د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت د افغانستان جمهور رئيس ته د هند د صدراعظم د مبارکۍ پیغام
د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۵ کاليزې د را رسېدو په مناسبت د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي ته د هند د صدراعظم نارندرا مودي له لوري د مبارکۍ پیغام په لاندې ډول رارسېدلی دی:
جلالتمآب جمهور رئيس!
خوښ یم چې د هند حکومت او خلکو په استازیتوب د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خپلې نېکې هيلې او مبارکۍ تاسو او د افغانستان خلکو ته وړاندې کوم.
هند د افغانستان د ورور او ګاونډي هېواد په توګه له افغانستان سره د څو اړخیزو ستراتيژيکو همکاريو پیاوړتیا ته ځانګړی ارزښت ورکوي. دغه همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر نېک نیت ولاړې دي چې بنسټ يې د هند او افغانستان د ګډو هيلو له مخې په سیمه کې د پرمختګ، سولې او ثبات د ټينګښت د هڅو په هدف اېښودل شوی دی.
هند به د افغانستان له حکومت او خلکو سره د یوه ځواکمن، سوله ييز، متحد، ديموکراتيک او سوکاله افغانستان د جوړولو په برخه کې خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.
له وخت نه په ګټې اخیستنې سره تاسو او د دوست هېواد افغانستان خلکو ته د روغتیا هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته