امنیت

په نورستان کې ديوولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر د وري ديرشمه :
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړونديوولس  تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په  دغو طالبانونن سهار دنورستان ولايت  په وانت وايګل  ولسوالۍ  کې  هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې په يوې امنيتي پوستې يرغل وکړي  
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې يوولس   تنه ډار اچوونکي  ووژل شول .
ده وويل چې  دغه طالبان  کله يې چې غوښتل په يوې ډلې پوځيانو يرغل وکړي دسرتيرو د ډزو له امله ووژل شول .
  په يوبل خبر کېويل شوي دي چې امنيتي مامورانو  په  نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه نيولې ده
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار دنورستان ولايت په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل 
دوى وسله وال طالبان ددغوناکامو ماينونو دښخولو عامل بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته