سیاست

په انتخاباتوکې د خلکو پراخ ګډون

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د راى ورکولو صندوقونو ته د خلکو ورتګ زيات دى.
د راى ورکولو بهير له پيل څخه د يو ساعت په تېريدو سره سلګونو زره خلک  د هېواد په کچه د راى ورکولو د څه دپاسه پنځو زرو مرکزونو په وړاندې په ليکوکې ولاړ دي.
د باختر آژانس خبريالانو د هېواد له ٣٣ ولايتونو څخه خبر ورکړى دى چې هره شېبه د راى ورکولو د مرکزونو په وړاندې د خلکو شمېر زياتيږي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: د افغانستان څه دپاسه ٩ ميليونو وګړو د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د راى ورکولو لپاره نومونه ليکلي دي .
کابل، هرات، قندهار، او ننګرهار هغه ولايتونو ته دي چې زياتو خلکو پکې نومونه ليکلي دي.
د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار اوسيدونکى سيد الفت وايي چې له خپلې بوډۍ مور او شپږو بچيانو سره د راى ورکولو مرکز ته راغلى دى چې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
هغه وويل: د انتخاباتو په ګډون د دموکراتيکو بهيرونو منل په هېواد کې د سوکالۍ لپاره يواځنۍ لاره ده.
د خوست ښار اوسيدونکى ګل شاه وايي: دا چې ګورو زيات خلک د راى ورکولو په مرکزونوکې ولاړ دي؛ د خوښي احساس کوو.
د راى ورکولو مرکزونو په وړاندې د خلکو له زيات شتون سره سره، څو مرکزونو تر اوسه پورې خپل کار نه دى پيل کړى.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته