سیاست

جمهور رئیس غني د برتانیې له لومړي وزیر سره وکتل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د وارسا ناستې په څنډه کې پرون ماسپښین د برتانیې له لومړي وزیر ډیویډ کامرون سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، دواړو غاړو د امنیتي مسایلو، د سولې پروسې، د پاکستان او افغانستان په اړیکو او د پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د برتانیې لومړي وزیر وویل: د وارسا ناستې د افغانستان د ملاتړ په برخه کې یوه بین المللي اجماع رامنځته کړه. هغه جمهور رئیس غني ته ډاډ ورکړ چې برتانیا به خپل ۴۵۰تنه سرتېري افغانستان کې وساتي او د روان کال تر پایه به ۵۰تنه نور سرتېري ور زیات کړي، چې د افغانستان د ځوانو افسرانو پوځي اکاډمۍ د محصلانو په روزنه کې مرسته وکړي.
ډیویډ کامرون زیاته کړه، برتانیا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه تر ۲۰۲۰کال پورې خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي.
ورپسې جمهور رئیس غني افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او له فساد سره نړيواله مبارزه کې د برتانیې د لومړي وزیر له مشرۍ څخه مننه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس پر دې سربېره د سولې له پروسې سره د برتانیا د لومړي وزیر د ملاتړ او هڅو مننه وکړه.
د برتانیې لومړي وزیر څرګنده کړه، اوس تر بل هر وخت نړۍ په دې پوه ده چې افغانستان د سولې او ثبات د تامین په خاطر زیاتې هڅې کړې دي، خود طالبانو ډلو تر اوسه دې هر څه ته منفي ځواب ویلی دی.
په دې کتنه کې دواړو غاړو د سولې خبرو په اړه موافقه وکړه، چې پاکستان له مودو راهېسې تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خبرې کړي دي، خو په عمل کې یې په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د حقاني شبکې د ځپلو لپاره عملي ګام نه دی پورته کړی.
همدارنګه د برتانیې لومړي وزیر د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان د دولتونو ترمنځ د اړیکو د پياوړتيا په برخه کې د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، افغانستان تر اوسه له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، چې دا اړیکې دې د دولت له دولت سره، د ښه ګاونډيتوب په اساس د دوو مساوي دولتونو ترمنځ وي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د ښه نیت اړیکې هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول حقاني شبکې په ضد عملي اقدامات وشي او پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو مالي، عایداتي سرچینې او روغتیايي اسانتیاوې بندې شي.
په دې لیدنه کې اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، له ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر باید د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو په ضد جدي ګامونه واخیستل شي او دا هېواد باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په خاطر له ابتدايي او د اجرا وړ موضوعاتو څخه پيل وکړي، په پېچلو مسایلو دې ټېنګار نه کوي چې عملي کول يې ګران او ستونزمن وي.# 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته