امنیت

مسعود اندرابي : دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې دپوليسو فعاليت مثبت او رغنده و .

کابل /دمرغومي  ٢٥مه / باختر :
دکورنيو چارو وزارت سرپرست په يوه غونډه کې  د کابل ښار  دامنيت دتامينولو  د ملاتړيزو ټيمونو  د وروستۍ يوې اوونۍ فعاليتونه  وڅېړل .
باختراژانس ته دکورنيو چارو وزارت  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ،  په دې غونډ کې چې نن سهار  دکورنيو چارو وزارت  په قرارګاه کې جوړه شوې وه  ،  د دغه وزارت  دمعينانو ، رييسانو  ، جنرالانو ،دکابل دامنيې قوماندان  ،  دحوزو دمسوولينو په ګډون  او دکورنيو چارو وزارت دقرارګاه  دپوليسو دکابو زرو تنو منسوبينو په ګډون جوړه شوه  چې له يوې اوونۍ راپديخوا  دکابل ښار په کچه  دجلا جلا ټيمونو په قالب کې  ګزمې کوي .
دکورنيو چارو وزارت سرپرست  محمد مسعود اندرابي  دکابل ولايت په کچه  دګرځنده امنيتي ټيمونو دوروستى يوې اوونۍ کړه وړه چې دکورنيو چارو وزارت دنوې امنيتي طرحې په قالب کې  تنظيم  شوي و ،   مثبت وارزول او يادونه يې وکړه چې دغه بهير په دې بريالى شوى دى چې په زړه پورې نتيجې ولري  اوپه کابل ښار کې دجرمونو کچه  بيخي  کمه کړي .
هغه  دکابل ښار  امنيتي مسوولينوته  لارښوونه وکړه چې  دمجرمينو جرمي بنسټ  او ځايونه  وپېژني  او دهغوى دنيولو لپاره  ډير ژر  اقدام وکړي .
دکورنيوچارو وزارت سرپرست  دښاري کزمې  دټيمونو  درپوټونو  له اوريدو وروسته وويل چې له کړنلارې سره سم  دغه بهير به په کابل ښار کې دجرمونودکمښت  اومخنيوي په موخه  لنډ مهال نه بلکې په دوامدار ډول وي .
ختم_ ف _ اکرم

                                                

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته