امنیت

يوويشت تنه وسله وال طالبان تيره شپه دکندز ولايت په دشت ارچي کې ونيول شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣١  :
د وسله والو  طالبانو دډلې له خوا  دکندز ولايت  لپاره دنومول شوي والي پلار له پنځلسو تنو  نورو ډاراچوونکو سره تيره شپه دکندز ولايت په دشت ارچي کې دملي اردو دځواکونو  او دکوماندو د قوتونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دملي اردو دخاصو عملياتو دفرقې دمطبوعاتي دفتر مسوول باخترآژانس ته  خبر ورکړ :  دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دکندز ولايت لپاره دنومول شوي  والي  پلار  ملنګ  اود قدرت الله په نامه دوسله والو طالبانو دډلې  يو مشهور قوماندان په نيول شويو کسانو کې  شامل دي.،
په دغوعملياتو کې دغه راز يوولس تنه نور  دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور نيول شوي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته