فرهنګ

دچارو دښه والی په مقصد داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې غونډه جوړه شوه

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٠ :

دچارودښه والۍ اودکاري ظرفيتونو دلوړولو په مقصد نن داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې يوه غونډه جوړه شوه.

دباختراژانس دخبرله مخې دغه غونډه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهنمل غلام نبي فراهي او ددغه وزارت دبيلابيلو څانګو درييسانو په ګډون جوړه شوې وه په دغه وزارت کې دچارو دزيات ښه والۍ دکاري ظرفيتونو دلوړولو په باب خبري وشوې او دغو رييسانو په دې اړوند خپلي يو لړنظريي اوپيشنهادونه وړاندې کړل .

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ددغه وزارت دپروګرامونوپه تيره بيا دکاري چارودښه والۍ اوظرفيتونودلوړولوپه باب څرگندونې وکړي اوددغه بهيردګړندې کولوپه لاره کې يي ددغورييسانوپه فعالي ونډي اخيستنې ټينګار وکړ.

دغه غونډه په داسي حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړيږي چې ددغه وزارت په زياترو څانګو کې داداري اصلاحاتو پروګرام تطبيق شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته