امنیت

په کونړ کې دطالبانو او دپاکستاني تحريک طالبانو ترمنځ دخونړيو نښتو دوام .

کابل باختر دليندى ديرشمه : په کونړ ولايت کې دطالبانو او دپاکستاني تحريک طالبانو په ډلې پورې اړوندوکسانو ترمنځ نښته دغه راز دوام لري . په نويو نښتو کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول اودواړو لورو په دانګام ولسوالۍ کې د يوبل کورونو ته په اور اچونې اقدام کړى دى . دغه جګړې له دريو ورځو راپديخوا دکونړ ددانګام ولسوالۍ په ځينو برخو کې پيل شوې دي او دغه راز دوام لري . دهېواد په ختيح کې دسيلاب په قول اردو کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې تراوسه پورې له دواړو لورو څخه په لسګونو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده درارسيدلو خبرونوله مخې، دغه جګړې ددې سبب شوې چې په لسګونو تنه ملکيان له خپلو کورونو څخه تيښتې ته اړ شي . دکلي اوسيدونکي وايي چې دغه جګړې يوې ډلې په بلې ډلې دواکمنۍ او له اوسيدونکو څخه دپيسې دراټولولودويشلو پرسر شوې دي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته