سیاست

جمهور رئیس غني د آغاخان بنسټ له فارغو ډاکټرانو سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د آغاخان بنسټ له هغو ۱۴ فارغو ډاکټرانو سره چې په اوو بېلابېلو څانګوکې روزل شوي دي، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد لومړۍ مېرمن او د چارو ادارې لوى رئیس عبدالسلام رحیمي هم حضور درلود.
دغو ډاکټرانو چې څلورکاله په کابل کې د فرانسې طبي انسټیټیوټ روغتون او درې میاشتې کراچۍ کې په آغاخان روغتون کې په اړوندو څانګوکې روزل شوي، په بریالیتوب د روزونې په ترلاسه کولوخوښي څرګنده کړه.
د فرانسویانو په مالي مرسته دغو روزل شویو ډاکټرانو له حکومت او په ځانګړي ډول له جمهور رئیس غني څخه د لا نورو زده کړو او مسلکي روزنې د زمینې د برابرولو هیله وکړه.
جمهور رئیس غني دغو ډاکټرانو ته د بریالۍ روزنې او تخصص د مبارکۍ پرمهال وویل، تاسو به په ترلاسه شوې مسلکي روزنې سره خلکو ته د روغتیایي خدماتو د برابرولو زمینه برابره کړئ، ځکه تر دې وړاندې په دې برخه کې څوک نه وو روزل شوي.
د هېواد جمهور رئیس له یادو ډاکټرانو څخه وغوښتل چې تاسو په روغتیایي چارو کې زما له سلاکار ډاکټر تیمور علم سره په دولتي روغتونوکې د کار کولو او یا نورو زده کړو د اسانتیاوو په اړه وغږېږئ.
جمهور رئیس وویل، د آغاخان بنسټ له لوري په کابل کې د معیاري روغتون په جوړولو سره به ستاسو په څېر مسلکي او ښو روزل شویو ډاکټرانو ته د کاري زمینو ترڅنګ هېوادوالو ته پام وړ روغتیایي اسانتیاوې برابرې شي.
وروسته په کابل کې د فرانسې طبي انسټیټیوټ روغتون افغان مسوول ډاکټرعبدالله فهیم وویل، د فرانسې طبي انسټیټیوټ روغتون د زړه، سترګو او ماشومانو د درمنلې په برخه کې ښه مجهز دی. هغه زیاته کړه، یاد روغتون له ابتدایي حالت څخه متوسط حالت ته تللی او هیله مو دا ده چې په راتلوونکي کې په یو لوی روغتون بدل شي.
نوموړي وویل، په کابل کې د فرانسویانو روغتون تیار دی چې وخت پر وخت افغان ډاکټرانو ته د تخصص اسانتیاوې برابرې کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته