فرهنګ

انجنيرمحمدخان: د مس عینک آثار زموږ فرهنګ او تاریخ دی او ساتل یې زموږ دنده ده

کابل/ د تلې٢٠مه/باختر
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمدخان په مشرۍ د مس عینک لرغونو آثارو د لېږد او ساتنې لارو چارو کمېسیون غونډه وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پټرولیم، کورنیو چارو او ښار جوړونې وزارتونو د چاپیریال ساتنې ادارې او MCC شرکت استازو ګډون کړی و د مس عینک لرغونو اثارو د لیږد پر لارو چارو خبرې وشوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژه یوه باارزښته پروژه وبلله او ویې ویل چې له ۲۰۰۸ زیزدیږ کال را وروسته په یاده پروژه کې ځینې لومړني کارونه شوي، خو د ځینو دلایلو او ستونزو له امله لا هم نه دي توانیدلي چې د یادې پروژې تطبیق ته لاره هواره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک کان د ایستلو په برخه کې د لرغونو اثارو شتون یو خنډ یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دغو اثارو په اړه له چيني کمپنۍ سره د هوکړې په وخت کې یادونه نه ده شوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مس عینک کان قرارداد ناقص وباله او ویې ویل چې په یاد قرارداد کې ځینې داسې ټکي شته چې باید له قراردادي کمپنۍ سره یې یادونه شوې وای او پر قرارداد باید له سره غور وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مس عینک لرغوني ښارګوټي پروژه یو باارزښته او ملي پروژه وبلله او د دغې لرغونو اثارو پر ساتنې يې ټینګار وکړ او ویې ویل چې یاد لرغوني اثار فرهنګي او تاریخي شتمني ده چې په خوندي کیدو سره به د نړیوالو سیلانیانو پاملرنه خپله کړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د مس عینک لرغوني اثارو په اړه وویل: " د مس عینک اثار زموږ فرهنګ او تاریخ دی؛ ساتل یې زموږ دنده ده او دغه اثار کولای شي مس عینک سیمه په یوه توریستي سیمه بدله کړي."
لومړي مرستيال د کانونو او پټرولیم او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته دنده وسپارله چې د مس عینک لرغونو اثار د لېږد په اړه خپلې طرحې چې له وړاندې جوړې شوې د وزیرانو شورا دارالانشاء ته وسپاري چې د وروستۍ پریکړې لپاره د وزیرانو شورا ته وړاندې شي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته