امنیت

وسله والو طالبانو په هلمند کې د سر زيان وزغمه.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
د ملي اردو دځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې   پرون په  هلمند کې ترسره شول دوسله والو طالبانو  ډلې ته  د  سرزيان واوښت.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته  خبر ورکړ :
د ملي اردو ځواکونو د وسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په خاطر دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې يو شميراړوندو کسانو دسر زيان  واوښت.
دغه   راز په   دغو عملياتو کې دوسايطوضد اته ويشت ماينونه ،  لس   کيلو  ګرامه چاوديدونکي توکي او نور تجهيزات او  وسايل ترلاسه   شول .
ديوبل خبرله مخې :
د ملي اردو ځواکونو دسنګين ولسوالۍ په  مربوطاتو کې په   چاوديدونکو  توکو بار دوه موټر سايکلونه  تثبيت  او شنډ  کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته