امنیت

د ملي اردو يو پوځي له طالبانو سره د همکارى په تور ونيول شو

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پو ليسو د ملي اردو يو افسر د دولت له وسله والو مخالفينو سره د همکارى په تورونيوه.
دجبل السراج ولسوال سمندرسکندري ددغه خبر په  تا ئيدولو سره باخترآژانس ته وويل: ددغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون يو تن د کلاشينکوف له دوه زره ګوليو سره د جبل السرا ج په بازار کې ونيوه.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: نيول شوى سړى دلغمان ولايت او سيدونکى دى چې په دغې ولسوالۍ کې يې د ملي اردو د افسر په توګه دنده تر سره کوله.
خبرځاى زياته کړه: په دغه افسر د دولت له وسله والو مخالفينو سره دهمکارى تور لګول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته