امنیت

تبصره

کابل باختر د چنګاښ  يو ديرشمه :
په لوګر کې وروستۍ  پيښه چې دملي اردو لس تنه  سرښندونکي  منسوبين  دبهرنيو  ځواکونوپه هوايي بريد کې شهيدان شول ،جدي څيړنې ته اړتيا لري .
دباخترآژانس مبصر ليکي : دروان کال دچنګاښ دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه ددوشنبې  دورځې سهار وختي دلوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ دچهلتن په ساحه کې دملي اردو په يوې پوستې  دبهرنيو ځواکونو له خوا هوايي  بريد وشو چې له امله يې  د ملي اردو  لس تنه  سرښندونکي  منسوبين  شهيدان  او پنځه  تنه   نور ټپيان شول .
لومړني  اطلاعات ښيي چې دوسله والو طالبانو له خوا دبهرنيو ځواکونوپه اپاچي هليکوپتر ډزې وشوې اوبهرنيو ځواکونو هم په تير وتنې سره په  ساحه  کې  د ملي اردو په يوې پوستې ډزې وکړې او دغه پيښه يې رامنځته کړه او بيا هم دملي اردو يوشمير ځوانان په يو ناڅاپي بريد کې شهيدان شول .
هغه څه چې دلوګر په چهلتن کې رامنځته شول دهغو تيرو تيروتنو تکرار دى  چې دبهرنيو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي او له امله يې دامنيتي بنسټونو يوشمير منسوبين او ملکي وګړي له منځه تللي دي .
په خپل سر دبهرنيو ځواکونو دعملياتو مسئله او دهيواد له امنيتي بنسټونوسره دهغوى نه همغږي په تيروختونوکې له دغو ځواکونوسره دافغانستان په اړيکو کې په يوې جنجالي مسئلې بدله  شوې وه او دغه ستونزه تر زياتې اندازې پورې جدي شوه .
چې  افغاني مقاماتو په تيرو کلونوکې دبهرنيو ځواکونو په خپل سرشپني عمليات ، پوځي عمليات ، دکورونو لټونه او نيونې منعه اعلام کړې  خو اوس  ليدل کيږي چې بهرنيو ځواکونو تيرې تجربې بيا له سره پيل کړي  دي  چې  وروستى  پيښه يې  يوه بيلګه ده .
په دې  کې دشک ځاى نشته چې افغان امنيتي ځواکونه دتروريزم او  د داعش  په شان دنويو څرګندو شويو افراطي جريانونو پرخلاف دمبارزې  په  کارکې  دبهرنيو ځواکونومرستې  او ملاتړ  ته  اړتيا  لري  دغه  اړتيا  په  لومړي  ګام  کې  د همغږو پروګرامونو په جوړولو  او په ګډو تحرکاتو کې دحل وړ ده او وروسته هم دهيواد دامنيتي او دفاعي  بنسټونو په سمبالولو او ظرفيت جوړولو سره کيداى شي  دبهرنيو ځواکونو په نسبت دافغان ځواکونو اړتياوې کمې  شي خو بايد دغه اړتياوې  زموږ  دسرښندونکو عسکرو دسر په بيه تمامې نه شي او زموږ عسکروته په دواړو لورو کې دسرزيان واړوي .
دافغانستان او دامريکا ددفاع دوزارتونو مقاماتو وروستۍ پيښه  زړه بوږ نوونکې بللې ده او دواړو لورو ددغې قضيې په جدي څارنې او تحقيق  باندې ټينګار کړى دى خو له  هرڅه  مخکې  ضروري ده چې زموږ امنيتي مسوولين او دبهرنيو ځواکونو قوماندانان ديو منظم ميکانيزم تحرک او عمل  دجوړولو په باب کار وکړي چې دغه شان  پيښې بيا تکرارې  نه شي  او نور  دنه  همغږۍ په نامه  معما  شتون ونه لري  او له افغان  امنيتي  ځواکونوسره هوايي ملاتړ يو منطقي او له نتيجې سره جوخت عمل وي .
دغه راز زموږ خلک  په دې ټکى باندې ټينګار کوي چې يوازې دخواشينۍ او همدردۍ  څرګندول کافي نه دي  ددغه شان پيښو عاملين بايد دخپلو ناوړو عملونو نتيجه وويني .
  دغه راز بهرنيو ځواکونو ته لازمه ده چې خپل  هوايي عمليات ددقيقو  اطلاعاتو له مخې هغه هم  له  معتبرو مراجعو  څخه ترلاسه کړي او دبې لارې کوونکو او غولوونکو اطلاعاتو ښکار نه شي داسې شبکې او سازمانونه شته چې هلې ځلې کوي دهمکار او دوست په نامه خپلو هدفونو ته   ورسيږي چې بايد هغه په پام کې  ونيسو .
دافغانستان خلک دوروستۍ  پيښې  په اړوند دبهرنيو ځواکونو مناسب ځواب او ددغو  ځواکونو او دافغان امنيتي  ځواکونو ترمنځ ديوې مناسبې همغږۍ پيداکيدو ته سترګې په لاره دي او ټينګار کوي چې ددغه شان تيروتنو تکرار دزغم وړ نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته