سیاست

د حق په نوم د مدنې ټولنې غړو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال سره وکتل .

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥ 
دحق په نامه مدنې ټولنې غړود وزیرانوشورا په مرمرینه ماڼۍ کې يې داجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمدخان سره وکتل .
دافغانسان داسلامي جمهوريت داجرايه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د مدنې ټولنې غړو د ملي وحدت د حکومت څخه د ملاتړ ترڅنګ د خپلو فعالیتونوپه اړه د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته معلومات ورکړل .
د دغې ټولنې حقوقي سلاکار نجیب الله ساپی وویل چې، د وی دامهال  ۷۰۰ رسمي کد رونه لري چې په دغه هیواد کې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره له څوکلونو راپدیخوا هلې ځلې کوي.
د ساپي په وینا دوی تراوسه  د د وی د ټولنې له خوا د خیاطۍ ، انګلیسي ژبې ،ترکاڼۍ ،تخنیکي اوداسې نورو څانګو کې په سلګونو کسان روزلي دي .
ساپی وویل چې دوی حاضر دي چې د ملي وحدت له حکومت سره اوږه په اوږه هغو اړو کسانوته چې د ژمې په سختو شرایطو کې مرستوته اړدي همکاري وکړي .
په پای کې داجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د مدنې ټولنې په اهمیت خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې مدنې ټولنه د حکومت سره په ګډه د چارو په ترسره کولو کې ګټور رول لوبولی شي .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال وویل چې مدنې ټولنې په هغو سیموکې چې دحکومت له پامه غورځیدلې  او یا يې په وخت ورته رسیدګي نه ده کړې دوی په ښه توګه کولای شي چې هماغه تشې ډکې کړي .
ده وویل : (( مدنې ټولنې په حقیقت کې د ملت او دولت ترمنځ دپله حیثیت لري ))
په پای کې  د اجرا ئیه ریاست لومړي مرستیال  ددغې مدنې ټولنې غړو ته ډاډ ورکړچې د ژمې په یخ موسم کې به د ملي وحدت د حکومت له خوا په هلوځلو سره د مرستې په پروګرام کې د مدنې ټولنو رول ته جدي توجه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته