لاهور – ډى ډان – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
دپاکستان دپنجاب ايالت ديوسيف آباد په ښارکې تيره شپه د ګازو په دريو نل ليکو کې دچاودنو له امله د زياترو سيمو په صنعتي څانګو کې د طبيعي ګازو تدارکات وځنډيدل.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخبرله مخې : دپنجاب ايالت د طبيعي ګازو د ويشلو يوه مسوول ويلي دې چې په نښته کې پاتې ګاز ددغه ايالت دخلکو اړتيا نه پوره کوي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغه چاودنې تروريستي بريدونو زيږنده وې چې
له امله يې د بريښنا دمستقلو دستګاو تدارکات ځنډول شوي دي.
خبرځاى زياته کړې ده ددغو دستګاو دترميمولو کار به درې ورځې دوام وکړې او اوس د زياتې تودوخي له امله څوک نه شي کولاى دچاودنو سيمو ته نږدې شي تراوسه پورې ددغو بريدونو مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .
0 1 دقیقه لوستل