کابل باختر د وري دمياشتې ٥
د کابل آتلسم کرنیز نندارتون، چې د نوي کال د ورځې له میلې سره په یوه وخت د کابل په بادم باغ کې پرانیستل شوی وو ، له یو لړ لویو لاسته راوړنو سره پای ته ورسیده.
دکرنې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خطرورکړ.
په دغه نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع، د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو بیلا بیلو ډولونه
( سبزیجاتو، حبوباتو او میوو)، د لبنياتو تولیدات، کرنیز محصولات، په معیاري ډول سره بسته بندي شوي محصولات، وچې میوې، د کرنیزو ماشینریو وسایل او د کلخانو محصولات په ۲۸۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي وو.
دغه نندارتون د دریو ورځو لپاره د وري میاشتې له دوهمې نیټې څخه تر څلورمې نیټې پورې د کابل په بادم باغ کې جوړ شوی وو.
د کرنې وزارت لاسته راغلې شمیرې ښيي، چې په ټولیز ډول سره له دغه نندارتون څخه ۱۱۷۳۴۱ کسانو لیدنه کړې ده او همدا راز په ټولیز ډول سره د کروندګرو، مالدارنو او کورني تولیدونکو لخوا د افغانستان کرنیز محصولات او د ښخو لاسي صنایعو تولیدات د ۳۷۹۲۷۲۱ افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
همدا راز په دغه وخت کې د (۱۶۲۴۵۷۱۵۰) افغانیو په ارزښت سره ( ۸۹) سوداګریز تړونونه د سوداګرو، خصوصي متشبثینو، پانګه اچونکو او کروندګرو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
په همدې حال کې په ټولیز ډول سره د کرنیز نندارتون له غرفو څخه د کرایې اخستنې په ترڅ کې (۱۱۸۷۵۰۰) افغانۍ لاسته راغلي دي، چې دکرنې وزارت په عواید کې شمارل کیږي.
0 1 دقیقه لوستل