کابلباختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
د هندسرقونسل پرون د لغمان له والي سره په کتنه کې له افغانستان سره دخپل هېواد د زياتو همکاريو ژمنه وکړه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د لغمان والي محمدآصف ننګ په ختيځ زون کې د هند له سرقونسل راج کامور سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو په تېره بيا د پروژو د تطبيقولو او افغان محصلانو ته د بورسونو د برابرولو په برخوکې له افغانستان سره د هندوستان د هميشنيو مرستو له امله قدرداني وکړه او د دغه هېواد د زياتو همکاريو غوښتنه يې وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې د هند سرقونسل راج کامور هم د دواړو هېوادونو تاريخي او دوستانه اړيکې ښې وبللې او له افغانستان سره يې د خپل هېواد د زياتو همکاريو ژمنه وکړه.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل