اسلام آباد ډان باختردزمري دمياشتې ٢٩ :
ټاکل شوې ده د پاکستان يوه محکمه نن د دغه هيواد پخوانى جمهور رييس پرويز مشرف دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بينظيربوټو د وژل کيدو په قضيه کې په رسمي ډول متهم کړي.
په پرويز مشرف تورلګول شوى دى چې ميرمن بوټو ته يې کافي امنيتي تدبيرونه نه و نيول.
بينظيربوټو په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د دسمبر په مياشت کې په راولپنډي ښار کې د انتخاباتي مبارزو په بهير کې و وژل شوه .
مشرف د محکمې ادعا ردوي او وايي چې په ده لګول شوي تورونه سياسي انګيزه لري.
پرويزمشرف له دريو مياشتو را په دې خوا نظر بند دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ