ټولنه

د ترانسپورتي ترمينلونو د جوړولو لپاره د ځاى د ټاکنې په باب خبرې وشوې

کابل باختردزمري دمياشتې ٩نيټه :
په کابل کې د ترانسپورتي ترمينلونو د پرمختيايي پروګرامونو په باب د ځاى د ټاکنې په مقصد غونډه جوړه شوه .
د دغې غونډې د جوړولو هدف د بنسټيزو پروګرامونو عملي کول، د ترانسپورتي خدمتونو او په تېره بيا د کابل په دروازو او د هېواد په اتو زونونوکې د ترانسپورتي  او ترانزيتي وسايطو د تردد له په پام کې نيولو سره د هېواد په لويو لارو کې د (تيرپارکونو) جوړول، د ترانسپورتي بنسټونو په برخه کې د پانګې اچونې، اقتصادي ودې او د حج او اوقافو وزارت ته د ملي بس د تصدۍ د ځمکې ليږدول او د ملي بس تصدۍ ته د يوې ټوټې ځمکې تثبيتول بلل شوي دي.
په دې غونډه کې په جلا جلا ډول مسافر وړونکو او بار وړونکو ترانسپورتي  ترمينلونو موقعيت او د کابل په څلورو دروازوکې د ښار جوړولو د ستراتيژيکي پلان له پام کې نيولو سره چې ځمکه يې پخوا د ځمکه والۍ ادارې له خوا تثبيته شوې ده، خبرې وشوې او وپتيل شوه چې د ترمينل د جوړولو په باب د همکارو ادارو له خوا په ګډه يو هر اړخيز رپوټ چمتو او اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شي.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته