کابل باختر د وږي لسمه :
په نيمروز ولايت کې دماين د چاودنې له امله د ملي اردو درې تنه سرتيري شهيدان او څه ناڅه څلور تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه پرون د هرات – قندهار په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې د دغو پوځيانو د سپرلۍ موټر په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
د نيمروز ولايت د دلارام ولسوال نجيب الله حيات په هغه ځاى کې چې دغه پيښه پکې رامنځته شوه؛ دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې د ملي اردو درې تنه پوځيان شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول وباله او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
0 1 دقیقه لوستل