امنیت

دوه تنه ملکي وګړي په کونړ ولايت کې د توغندي د لګيدو له امله شهيدان شول

اسعد آباد  – باختر د وږي دمياشتې ١٧
د کونړ ولايت د دانګام په ولسوالۍ د توغندي د لګيدو له امله دوه تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دپاکستاني پوځيانو له خوا تېره شپه د ډيورند له کرښې اخوا په لسګونو توغندي د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په ځينو توغول شوى دى چې د لګيدو له امله يې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغې پيښې ټپيان د اسعد آباد ملکي روغتون ته وليږدول شوي او د روغتون د روغتيايي کارکوونکو د څرګندونو له مخې، د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
په دغه ولايت د ډيورند له کرښې اخوا څخه د توغنديو د توغولو له امله په لسګونو تنه وژل شوي او يو شمېر کورنۍ هم له خپلو کورونو څخه وتلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته