کابل باختر د غبرګولي شپاړلسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دمټاخان ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال له يو تن خپلوان سره يې دافغان پوځيانو دعملياتو په بهير کې ووژل شو .
په ملا بلال پرون ناوخته دمټا خان ولسوالۍ په لندي زي کلي کې داردو او پوليسو له خوا بريد وشو اوووژل شو .
دپکتيکا ولايت دامنيې قوماندانۍ سرپرست نثار احمد عبدالرحيم زي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو ځانګړو پوځي عملياتو کې د وسله والو طالبانو دډلې له خوا دمټاخان ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال ملا بلال له يو تن خپلوان سره يې ووژل شو .
ده ملا بلال دښرنې ، ګرديز په لويه لاره کې دناامنۍ د زياتوالي اصلي عامل وباله . ويل کيږي چې دغه قوماندان له خپلو افرادوسره يې په دې لاره کې دسپرليو په ځورونې او دماينونو په ښخولو لاس پورې کاوه.
0 1 دقیقه لوستل