اقتصاد

دکندز ولايت دځمکني ترانسپورت عوايد زيات شوي دي .

کابل باختر د ليندۍ شپږمه :
دکندز ولايت دځمکني ترانسپورت  عوايد په روان کال کې يوولس نيمو مليونو افغانيو ته رسيدلي دي .
دکندز ولايت دځمکني ترانسپورت دادارې رييس سيد جواد  جلالي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه  پيسې  دسږ کال  داټکل شويو عوايدو په نسبت په سلو کې درې  ديرش زياتوالى او دتيرکال دعوايدو په نسبت  په سلو کې شپاړلس زياتوالي ښيي .
جلالي زياته کړه چې په  ١٣٩٤ مالي کال  کې مو اته مليارده  نهه سوه اووه اتيا زره افغانۍ  هدف درلود او په ټوليزه  توګه مو يوولس مليونه پنځه  سوه اته اويا  زره افغانۍ راټولې کړې چې زموږ په عوايدو کې کابو دوه مليونه درې سوه زره افغانۍ زياتوالى راغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته