ټولنه

په فراه کې د ٣٣ کيلومترو په اوږدوالي دسړک دپخولو کار پيل شو

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٦  :
په فراه ولايت کې  د ٣٣  کيلومترو په اوږدوالي دسړک دپخولو کارپيل شو.
دفراه ولايت  دفوايد عامې ر ييس انجينر عبدالوهاب دباخترآژانس خبريال ته
وويل : دغه سړک  چې    ٣٣ کيلومتره اوږدوالى او  اووه متره سور لري  دفراه  ولايت عمومي واټ  دجوين  له ولسوالۍ سره نښلوي.
د فراه والي  محمد آصف  ننګ  ددغې پروژې دپرانيستلو په وخت کې وويل :  چې ددغې پروژې لګښت نړيوال بانک ورکوي  او لګښت يې  څلور سوه يو اوويا مليونو افغانيو ته رسيږي.
د فراه ولايت   دفوايد عامې درييس  انجينر عبدالوهاب دڅرګندونوله مخې : ددغه سړک په تګلوري کې شپږويشت پلګوټي هم په پام کې نيول شوي دي.
ددغه سړک دجوړولو دکار  په بشپړيدو سره  دهغو لسګونو کليو دخلکو ستونزې  چې ددغه سړک په دواړو غاړو کې استوګنه لري   له ترانسپورتي پلوه  حل کيږي .
د فراه  دولايتي شورا رييس ددغې پروژې دکار دپيل کيدو هرکلى وکړ  اوله مسوولينو څخه وغوښتل چې دسړک دجوړولو کيفيت ته دې جدي پاملرنه وشي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته