کابل باختر د تلي اته ويشتمه :
ناپيژاندو کسانو د کابل ښار په دولسمې ناحيې پورې اړوند دبې بې عايشې ليسې دراي ورکولو دمرکز دراي ورکوونکو لستونه غلا کړي دي .
ددغه مرکز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې ناپيژاندو کسانو دده په نه شتون کې دغه لستونه غلا کړي دي .
دده دڅرګندونوله مخې، په دې مرکز کې دراي ورکولو لس ځايونه شته چې پنځه يې په ښځو اوپنځه نورې په نارينه و پورې مربوط دى .
کتوونکي هم دراي ورکوونکو د لستونو غلا کول تاييدوي .
ختم_ ج _ اکرم