اقتصاد

د مالیې وزیر: د سږ کال عواید په بې ساري توګه زیات شوي دي

کابل – باختر د مرغومي د مياشتې ٥
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د ۱۳۹۴ مالي کال را ټول شوي عواید له رسنیو سره شریک کړل.
د ماليې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مالیې وزیر وویل چې د دولت پالیسي دا ده چې افغانستان د ځان بسیاینې پر لورې لاړ شي او د خپلو سرچینو څخه ملي بودجه تمویل کړي. د پیسو نړیوال صندوق له خوا د مالیې وزارت ته 114.2 ملیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، چې له نیکه مرغه د مالیې وزارت وکولی شو چې 120.75 ملیارده افغانۍ راټولې کړي چې د تیر کال په پرتله 21 سلنه او د ټاکل شوي هدف څخه 6 سلنه زیاتوالی ښیي چې په دې اساس دغه صندوق افغانستان ته 75 ملیون دالره د تشویق په توګه ورکړل چې افغانستان په بودجه کې شامل شول.
د مالیې وزیر د دغه زیاتوالي په علتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه: موږ له هغو شرکتونو سره ناستې وکړې چې مالیاتي ستونزې یې درلودې. د مالیاتو د راټولولو لپاره مو یو دولتي حساب رامنخ ته کړ، په ځینو تعرفو کې بدلون راوستل شو او په مخابراتي خدماتو مالیه وضع شوه. همدا راز د سون د توکو او د هغو پروازونه په مالیه کې چې د افغانستان له هوایې حریم څخه تیریږي، هم بدلون راغی.
د مالیې وزیر زیاته کړه چې په ځینو ګمرکونو کې سیستمونه جوړ شوي دي او په ځینو باندې کار روان دی او دغه راز ګمرکي پولیس هم د مالیې وزارت په چوکاټ کې شامل شوي دي.
اکلیل حکیمي د وزارت له کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د عوایدو په زیاتوالی کې یې مهم رول لوبولی دی او زیاته یې کړه چې د هغې هوکړې له مخې چې له خپلو کارکوونکو سره یې لري، د مکافاتو او مجازاتو اصل ته به پاملرنه کیږي.
د مالیې وزیر د کنفرانس په پای کې د ژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته