سیاست

جمهورريیس غني: حکومت او خصوصي سکتور دې د هېواد د انکشاف لپاره زیات کار وکړي

کابل/باختر/ د وږي ۲۸مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د افغانستان د سوداګرۍ خونې له منتخبو استازو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه؛ په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي په خپلو خبرو کې وویل: له ۸ کلونو وروسته د سوداګرۍ خونې د استازو د ټاکلو په خاطر ټاکنې وشوې او د سوداګرۍ خونې ۱۲ زره غړو په کې ګډون کړی وو چې لمنځه یې د ولایتي بورډ ۳۰۰ او د مدیره پلاوي ۲۱ غړي انتخاب شول.
هغه زیاته کړه: په لغمان، پنجشېر، پکتیا، میدان وردګو او د کندهار په سپین بولدګ کې د سوداګرۍ خونې دفترونه پرانیستل شوي دي.
وروسته د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال او سرپرست خانجان الکوزي او د سوداګرۍ خونې عامل پلاوي ريیس عتیق الله نصرت خصوصي سکتور ته د جمهورريیس د پاملرنې مننه وکړه او ويې ویل: د خصوصي سکتور او صعنت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ واټن را کم شوی او د سوداګرۍ خونه د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د پله په څېر عمل کوي.
ورپسې جمهورريیس غني د سوداګرۍ خونې د غړو د ټاکنو د مبارکۍ ترڅنګ وویل: له اوزبیکستان سره د ۱۰۰۰ میګا واټه برېښنا قرارداد لاسلیک شوی او په ۱۸ میاشتو کې بشپړېږي چې د برېښنا د کمبود ستونزه به حل شي.
جمهورريیس زیاته کړه: ژر به د مالیې وزارت سرپرست له قزاقستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د میوو او سبزیجاتو د صادراتو قرارداد لاسلیک کړي.
هغه زیاته کړه: حکومت او خصوصي سکتور دې د هېواد د انکشاف لپاره زیات کار وکړي چې افغانستان ترانزیټي او پرځان بسیا شي. دغه راز پر وچو بندرونو پراخه پانګونه کېږي او هر وچ بندر به پر یوه ښارګوټي بدل شي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې له خصوصي سکتور څخه وغوښتل، هڅه وکړي چې افغانستان په صادراتي هېواد بدل شي، ځکه د دې لپاره شرایط چمتو شوي دي.#
پاى – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته