سیاست

جمهوررئیس غني په کابل کې د بېلابېلو هېوادونوله استوګنو سفیرانو او استازو سره وکتل

کابل باخترد سلواغې ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تير ماښام په کابل کې  د بېلابېلو هېوادونوله استوګنو سفیرانو او استازو سره  په ارګ کې د کابل پروسې دویمې ناستې د جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهورئیس  د افغانستان له خلکو او دولت سره  د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو او استازو د  غمشریکۍ قدرداني وکړه او له افغانستان سره یې د دوی د ژمنتیا او هر اړخیز ملاتړ مننه وکړه.
جمهوررئیس غني د سولې پروسې په اړه د افغانستان دحکومت لیدلوری بیان  او زیاته یې کړه: د دې وخت رارسېدلی دى چې موږ په دې برخه کې ملي، سیمه ییزې او بین المللي ته اجماع ورسېږو او د هغو تروریستي ډلو پر ضد دې اساسي اقدامات وشي چې سوله نه کوي او جنایتونه نه محکوموي.
جمهوررئیس زیاته کړه  وروستیو تروریستي پېښو دا پیغام روښانه کړ، د هغو تروریستي ډلو پر ضد دې جدي اقدام وشي چې بشري ضد جنایتونه او عام وژنه کوي او سوله نه مني.
جمهوررئیس محمداشرف غني د کابل پروسې د ناستې پر اهمیت ټینګار وکړ وې ویل، هيله لرو د کابل پروسې له دویمې ناستې څخه پام وړ پایلې ترلاسه کړو چې د وضعیت د ښه والي لامل شي.
په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او استازو په افغانستان کې د وروستیو تروریستي پېښو د غندلو ترڅنګ د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د جمهوررئیس غني ژمنتوب، مېړانه او لیدلوری وستایه.
هغوی دغه راز د هغو تروریستي ډلو پر ضد چې په سوله باور نه لري په جدي مبارزې ټینګار وکړ او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت یې له سولې پروسې سره خپل ملاتړ اعلام کړ. دغه راز ګډونوالو د کابل پروسې ددویمې ناستې د جوړولو ملاتړ وکړ او د دې پروسې پر مثبتو پایلو یې خوښي وښوده.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته