کابل باختر دلړم دمياشتې ٤نيټه :
د جلالتمآب جمهور رییس د تسلیت پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د زراعت تکړه متخصص او د کابل پوهنتون د کرهڼې پوهنځي استاد، ډاکتر مسعود پټان د ورپیښې ناروغۍ له کبله په حق ورسېد.
انا لله و ایا الیه راجعون
مرحوم پوهندوی ډاکتر مسعود پټان د خپل عمر لویه برخه په کابل پوهنتون کې په تدریس تېره کړه او د زراعت په برخه کې یې ګڼ شاګردان ورزول. د دوه مړینه یوه لویه ضایعه ده.
د پوهندوی ډاکتر مسعود پټان د وفات په مناسبت د هغه کورنۍ، همکارانو، او د هیواد ټولې علمي ټولنې ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.