ټولنه

څه دپاسه پنځه زره کورنيو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياو څخه ګټه واخيسته .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
په کاپيسا ولايت  کې پرون څه دپاسه پنځه زره کورنيو دملي پيوستون دپروګرام  دټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګټه واخسته .
  دکليودبياجوړولواوپراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ، ديو ديرشو مليونو  افغانيو په لګښت دملي پيوستون دپروګرام  دنهه ويشتو پرمختيايي پروژو کار چې دټولنيزو مرکزونو  پلګوټو او داستنادي ډيوالونو جوړول ،  داوبو بريښنا  د کوچنيو شبکو غزول ، دپليو لارو پخول ، داوبو رسولو دشبکو غزول او دڅښاک داوبو دڅاه ګانو کيندل شامل دي  بشپړ شوي دي .
  دغه پروژې د کاپيسا ولايت  په مرکز  محمود راقي او ددغه ولايت دکوهستان دلومړي او دويمې برخې  او دنجراب  په ولسواليو کې  تر پوښښ لاندې نيول شوي دي چې ددغو پروژو  له اسانتياو څخه ٥١٨٥کورنۍ ګټه اخلي .
  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت  دملي پيوستون پروګرام  په کاپيسا ولايت کې ٧١٥ کلي  دپرمختيايي پروګرامونوتر پوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې يې  ٢٣٠٩پروژې په بيلابيلو برخو کې  بشپړې او دخلکو داستفادې  وړ ګرځولي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته