سیاست

د والیانو په ټاکلو کې ژور دقت ته اړتیا ده

کابل / د چنګاښ ۱۸ مه / باختر
په دغو ورځو کې یو شمېر ولایتونو ته نوي والیان ټاکل شوي دي. د اوسني پړاو غوښتنو او ځانګړنو ته په کتو د والیانو په ټاکلو کې ژور دقت ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په دولتي ادارو کې د څېرو بدلون یو عادي اداري کار دی، خو دا چې اوس افغانستان له یو بحراني حالته د تېرېدو په پړاو کې دی او دلته هر څه تر ډېره سیاسي کړای شوي دي، نو ځکه د والیانو په ګډون د لوړ پوړیو چارواکو بدلون کله ناکله غبرګونونه پاروي. دا غبرګونونه یا مثبت وي او یا هم منفي. که ښه والي وټاکل شي، نو څرګنده ده چې په اړه یې غبرګون مثبت دی او که خدای مه کړه داسې والي وټاکل شي، چې د اړوند ولایت اوسېدونکي د هغه پر کاري وړتیاوو شک ولري، نو بیا د خلکو غبرګون منفي دی. له همدې امله د والیانو په ټاکلو کې خورا ژور دقت ته اړتیا ده.
هر والي په خپل اړوند ولایت کې د مرکزي حکومت استازی دی، هر والي په خپل اړوند ولایت کې د مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رییس هنداره ده او خلک په کې  د جمهور رییس او مرکزي حکومت څېره ګوري.
که موږ په تېرو کلونو کې په ولایتونو او ټول هېواد کې سیاسي، اقتصادي او په ځانګړي ډول امنیتي حالت وڅېړو او ټولو هغو ستونزو او ناخوالو ته کتنه وکړو چې په دغو برخو کې تر سترګو کېږي، نو دې پایلې ته رسېږو چې ګڼې ستونزې د والیانو له بې کفایتۍ سره تړاو لري. منو چې یو شمېر ستونزې عام دلایل لري او باید په ملي کچه حل شي، خو داسې ستونزې هم شته چې حل یې د والیانو په نوښت، ارادې، کاري وړتیا او تجربې پورې اړه لري.
اوس چې د نویو والیانو د ټاکلو بهیر پيل شوی دی، نو دا بهیر باید له پيله ښه پرمخ لاړشي. تر ټولو مهمه اوغوره خبره خو دا ده چې مرکزي حکومت باید د هر ولایت لپاره هر اړخیزامنیتي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز پلان ولري. که دغه راز پلانونه لا نه وي  جوړ شوي، نو اړوندې مرکزي ادارې باید ژر تر ژره دا پلانونه جوړکړي. موږ باید د هر ولایت د لومړیتوبونو په اړه یو هر اړخیز روښانه تصویر ولرو. موږ باید د هر ولایت د بشري او طبیعي سرچینو او منابعو په اړه روښانه تصویر ولرو، موږ باید د هر ولایت د ننګونو او فرصتونو په اړه دقیق او هر اړخیز معلومات ولرو. موږ باید د هر ولایت د اقتصادي پرمختګ او هلته د زېربناوو د جوړولو په اړه دقیق پلان ولرو. که دا ونه لرو نو بیا خو به هر والي په خپله خوښه په اړوند ولایت کې خپل آس ځغلوي او اصلي موخه او تګلوری به څرګند نه وي او د ولایت لرلید به هم پټ او تیاره وي.
هرولایت ته چې والي استول کېږي، نو دی باید د هغه ولایت د لومړیتوبونو په اړه پوره معلومات ولري، دی باید د یو ستراتېژیک لیدلوري خاوند وي، د ولایت د اقتصادي پرمختګ لپاره دقیق پلان ولري، د اړوند ولایت د خلکو له کلتور، دودونو او نورو ټولنیزو ځانګړنو سره ښه بلد وي، لوړو ملي ګټو ته ژمن وي، په فساد ککړ نه وي، له فزیکي پلوه د کارکولو وړتیا ولري او په حکومتولۍ کې ښه تجربه ولري، له قوانینو سره بلد وي او له ولسونو سره د اړیکو د ټینګولو او پاللو ښه مهارت ولري.
که دغه راز والیان وټاکل شي، نو پوره باور لرو چې په ولایتونو کې به وضعیت ډېر ژر ښه شي. وړاندیز مو دا دی چې د دولت رهبري د والیانو په ټاکلو کې پوره دقت وکړي.
ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته