امنیت

په غزني کې ديو قومي مشر زوى ترور شو.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
په غزني ولايت کې ديوه قومي مشر زوى نن سهار ووژل شو.
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال اسد الله انصافي دباختر اژانس خبريال ته وويل: ويس منيب زوى عبدالرحمن د غزني ښار د پوليسو په دريمې امنيتي حوزې پورې اړوند د وړو دمنډوى په ساحه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
يرغلګرله ساحې څخه تښتيدلي دي او پوليس دهغوى دموندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
ويل کيږي چې ويس منيب دحزب اسلامي يو مشر او په غزني کې يو قومي مخور دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته