کابلباختر دسنبلي٢٤
خلکو په غزني ولايت کې چې مياشتې مياشتې کيږي د وسله والو طالبانو پرخلاف پاڅون کړى دى ددغې ډلي له افرادو سره په نښته کې اووه تنه وسله وال جګړه ماران ووژل .
په دې جګړه کي چې پرون نا وخته دغزني ولايت د مقر ولسوالۍ په سيدخيلو سيمه کې ونښته پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو غوښتل دسيمې له خلکو څخه د زور له لارې د ذکات په نامه پيسې را ټولې کړي .
دغزني ولايت د امنيې قو ماندانۍ د امنيت امر اسدالله انصافي باخترآژانس ته وويل : چې په دې يو ساعته جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل چې په دې نښته کې پاڅون کوونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په غزني کې د وسله والو طالبانو پرخلاف د وګړنيو پاڅونونو له پيل څڅه د دوو کلونو په تيريدو سره اوس د دغوپاڅونونو لمن د دغه ولايت ټولو سيمو ته پراخه شوې ده .
دغه پاڅون کوونکي چې د وسله والو طالبانو له ظلم او زور زياتي څخه په تنګ شوي دي تل په غزني کې له جګړه مارانو سره نښته کوي .
دوي ويلي دي چې په غزني کي په بشپړه توګه د ترو رستي ډلو ترځپلو پوري به خپلي مبارزي ته دوام ورکړي
0 1 دقیقه لوستل