سیاست

دژوندانه دچاپيريال دقوانينو عملي کول دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې وڅيړل شول .

کا بل باختر د ليندي لسمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن دسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف  حليم په مشرۍ غونډه  وکړه او په اجندا کې نيول شوي  موضوعګانې يې وڅيړلې .
   دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ،  شورا لومړۍ داسيا دپرمختيا بانک په ملاتړ دسيمه ئيز ژوندانه دقوانينو دعملي کولو په اړوند داسيا دجنوب دهيوادونو ترمنځ دقضايي همکارۍ د تفاهم ليک مسوده چې دبهرنيو چارو وزارت له لارې دنظر دڅرګندولو په موخه ليږل شوې وه وڅيړله او څرګنده يې کړه چې دسالم ژوندانه دچاپيريال  دلرلو حق دبنسټيزو او اساسي بشري  حقوقو  يوه برخه  ده له دې امله په دې برخه کې دهمکارۍ دتفاهم ليک لاسليک کيداى شي  له دغه حق سره  په ملاتړ کې يومهم اقدام وبلل شي  ځکه دغه فرصت  دبې وزلۍ دکمښت او دسالم ژوندانه دچاپيريال دهميشني انکشاف په لاره کې دژوندانه دچاپيريال دقوانينو دانکشاف ، تطبيق او تنفيذ په کار  کې  دافغانستان له قضايي  نظام سره مرسته کوي .
وروسته دسترې محکمې دپلټنې او تدقيق درياستونو نظريو ته په پاملرنې سره دخوست ولايت دښاري ابتداييه محکمې يوتن پخواني قاضي  ته چې دحکم دتنفيذ  ديوه اجرايي هيئت په ترکيب کې دقانون صلاحيتونو پرخلاف عمل کړى و اوسرغړونه يې کړې ده  دقضايي سرغړونو دڅيړنې  دڅرنګوالي  دمقررې  له حکمونو سره سم لازمه تاديبي جزا تجويز شوه .
ورپسې له اجندا سره سم ځينې رسيدلې استهداګانې وڅيړلې شوې  او په دې باب  چې محکمې تر تضمين لاندې جايدادونو دجايزي بيې  د وثيقو له اجرا کولو څخه محصول  غواړي دکابل بانک دتصفيې دادارې  داستهدايې  په واندې لارښوونه وشوه په هغه صورت کې چې دعقار دملکيت دليږدونې لرونکې وثيقې  دشخص او دولت ترمنځ وي اووثيقه  ددولت په ګټه اجرا شي دغه شان وثيقې  ددولتي محصول دتعرفې  د دريمې مادې له حکم سره سم دمحصول غوښتنه نه کوي  دسندونواو وثيقو دثبت ادارې دې په دې باب لازمه پاملرنه وکړي .
دغه راز  په بند يو تن محکوم ته ديوې شرعي وثيقې  دمثنى  داجرا کولو دڅرنګوالي په باب دکابل ولايت داستيناف محکمې درياست استهدايې  ته په پاملرنې سره څرګنده شوه څرنګه چې متقاضي تر حجز لاندې دى او حقوقي تصرفات نه لري له دې امله محکمه کولاى شي دبيو په ټاکنې سره دده دغوښتنې  داجرا کولو په  باب دقانون دحکمونو  په رعايتولو سره اجراات وکړي .
په همدې ترتيب دجزايي اجرااتو دقانون د ١٠١  مادې دلومړى فقرې  په دويم بند کې ليکل شوي ودديرشو ورځو دتوضيح په باب دکابل ولايت  داستيناف محکمې درياست داستهدايې  په پام کې نيولو سره چې داستينافي  څيړنې دمودې په توګه ټاکل شوې ده دکار دقانون دديرشمې مادې ددويمې فقرې له حکم سره سم څرګنده شوه  چې موخه، ديرش کاري ورځې دي او دتعطيل  ورځې پکې نه شامليږي .
دغه راز يوې استهدايې  ته په پاملرنې سره چې عارض ديوې قطعي قبالې دمثنى داجرا کولو غوښتونکى دى څرګنده شوه چې له اصولو سره سم دقبالې  دمثنى اجرا کول هغه وخت قانوني جواز لري چې دمتقاضي  په ګټه وي او هم داستهدايې ددويمې برخې ب  په باب لارښوونه وشوه دهغو جايدادونو په باب چې بنيادي سندونه نه لري دملکيت دبيې او تسجيل دلاسليک دتوثيق په باب دشرعي سندونو دتنظيم لارښود چې دسترې محکمې دعالي شورا له خواتصويب  شوى دى رعايت شي
سربيره پردې په نننۍ  غونډه کې په جزايي قضيو کې دبيا کتنې درې غوښتن ليکونه  دلوى څارنوالۍ دمرستيال په ګډون او هم دبيا کتنې دوه غوښتن ليکونه په جزايي او مدني قضيو کې دمحکمې دبدلون له پنځه ويشتو غوښتن  ليکونو سره وڅيړل شول او په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته