سیاست

دملي دفاع وزارت سرپرست : دافغانستان په بيا جوړولو کې دجرمني مرستي ګټوري دي

کابل- باختر د کب دويمه :
  دملي دفاع وزارت سرپرست څارنپوه عنايت الله نظري نن په بهر کې دميشتو جرمني ځواکونو له  لوى قوماندان سره وکتل .
ددغو خبرو محور  له افغانستان سره دجرمني د همکاريو پراختيا ، په نړيوالو کنفرانسونو  کې د جرمني رول او دملي اردو دافسرانو روزنه اوسمبالول و .
دباختر اژانس دخبر له مخې دملي دفاع وزارت سرپرست دافغانستان په بيا جوړولوکې دجرمني مرستي  وستايلي او ويي ويل  هيله لري چې دغه مرستي له ٢٠١٤کال وروسته هم دوام ومومي .
  په بهر کې دميشتو جرمني ځواکونو لوى قوماندان خبري وکړي او ويي ويل افغان  ځواکونه اوس ددې ځواکمني لري چې دخپلو دندو پلان جوړ کړي او ترسره يې کړه .
ديوبل خبر له مخې دملي دفاع وزارت لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب  شيرمحمد کريمي نن په بهر کې دميشتو جرمني  ځواکونو له لوى قوماندان سره وکتل .
ددواړو  لورو دخبرو محور دملي اردو د تجهيزاتو  بشپړول او دمنسوبينو ښوونه اوروزنه وه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته