ټولنه

په بغلان کې د٩٥ پرمختيايي پروژو کار بشپړ شوى دى

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٠نيټه :
دروان کال په نهو مياشتو کې  په بغلان ولايت کې  د٩٥ پرمختيايي پروژو کار بشپړ شوى دى.دبغلان ولايت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس انجينر اول خان احمدزي پرون په يوه خبري  کنفرانس کې وويل  چې دڅه ناڅه يوميلياردو درې سوه پنځه ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا درياست له خوا ديوسلوڅلورڅلويښتو پرمختيايي پروژوکار په دغه ولايت کې پيل شوي دي  چې ٩٥ پروژې يې ګټې اخيستنې ته سپارلې شوي دي او نورې پروژې ترکار لاندې دي.
ده زياته کړه:  په دغو پروژو کې دموټرو دتګ راتګ دپلونو جوړول ، په سړکونو  د کريړ اچول ، داوبو رسولو دشبکو تمديدول ، دژورو او نيمه ژورو څاه ګانو کيندل ،.دمحافظوي ديوالونو جوړول ، دکانالونو  جوړول ،  داوبو دبندونو او
ترنابونو  جوړول شامل  دي .
ده وويل  چې له هرې بشپړې شوې پروژوې څخه  ١٥٣ زرو کورنيو ګټه اخيستې ده .        پاى  ج  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته