ټولنه

ډاکتر کمال سادات : هغه ځوانان چې هلې ځلې کوي روښانه راتلونکي لري .

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات پرون دننګرهار ولايت دځوانانو دچارو پخوانى آمر  مطيع الله احمدزي وستايه .
مطيع الله احمدزي څه ناڅه يوه مياشت مخکې  دننګرهار دوالي ددفتر دآمر په توګه  وټاکل شو .او مخکې له دې دننګرهار ولايت دځوانانو چارو دآمر په توګه يې دنده ترسره کوله .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه ډاکتر کمال سادات  دځوانانو په پيوستون او دهغوى دغوښتنو اوستونزو  دڅيړنې په لاره کې  دمطيع الله  احمدزي فعاليتونه او کارونه وستايل او ويې ويل نه شو کولاى په  صادقانه کار او ګټورو هلوځلو سترګې پټې کړو په همدې دليل دځوانانو دچارو معينيت  تاسو دکارونو او هلوځلو ستاينه کوي  په مقابل کې مطيع الله احمدزي وويل  چې ځوانان  دځوانانو چارو معينيت په چوکاټ کې  دسولې له شوراګانو سره کار کوي . او دغه راز درضاکارانه کارونو په ترسره کولو سره دخلکو ستونزې  لرې کوي .
دغونډې په پاى کې دځوانانو چارودمعينيت  دستاينې لوحه  مطيع الله احمدزي ته ورکړ شوه .
  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته