ټولنه

په پنجشیر کې یوشمېربېځایه شویوکورنیومرستې ترلاسه کړې

کابل / د غويی ۲۸ / باختر
د پنجشیر د مهاجرینواوراستنېدونکوچارو امریت نن په دغه ولایت کې په یوشمېربې ځایه شویوکورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو د وېشلوخبرورکړ.
د پنجشیرد مهاجرینواو راستنېدونکوچارو آمرانجنیرعبدالمجید نوروزي باخترآژانس ته وویل چې د نړۍ د خوړو سازمان او د وطن د خدماتي ټولنیزې او تخنیکي موسسې د پنجشیرد مهاجرینواو راستنېدونکو چارو د ادارې په همکاری په دغو کورنیو اوړه، غوړي، دال، نخود، سویا ، د خوارخواکي توکي او دغه راز شړۍ ، ترپال، د پخلنځي لوښې ، د ګازو ډبی ، صابون او روغتیايي بستې ووېشلې.
هغه زیاته کړه چې دغه کورنۍ د نا امنیوله امله د نورستان، بلخ، بغلان، لغمان، بدخشان، تخار، پروان او د کاپیسا له ولایتونوڅخه پنجشیرولایت ته استوګن شوې دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته