سیاست

د ملي امنیت سلاکار په چین کې د حاکم ګوند د سياسي او حقوقي کميسيون له مشر سره وکتل

کابل باختر د غويي د مياشتې ٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د چین ولسي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د چین د ملي امنیت سلاکار او د حاکم ګوند د سياسي او حقوقي کميسيون له مشر ښاغلي ګوو شینګ کون سره په کتنه کې د واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو په ټولو اړخونو خبرې وکړې.
د امنيت شورا مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د اوږدمهاله دوستانه اړیکو په پام کې نیول سره د افغانستان او سیمې د امنیت او ثبات په موخه پر یو لړ بیړنیو اقداماتو بحث وکړ.
د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر وویل، چې د سولې، ثبات او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ستراتیژیک مشارکت په چوکاټ کې یو لړ همکاریو ته باید چټکتیا ورکړل شي.
د  ملي امنیت سلاکار د سولې په بهیر کې د چین له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او د سولې له بهیر څخه يې د سیمه یېزو هېوادونو د ملاتړ په جلبولو کې د چین د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لورو د یوې لارې یو کمربند پروژې پر اقتصادي اهمیت خبرې وکړې او د اقتصادي همکاريو د پراختیا پر لارو چارو یې هر اړخیز بحثونه وکړل.
سرچينه زياتوي چې دواړه لوري له ترهګرۍ سره پر مبارزه، د سولې له بهیر څخه د سیمې د هېوادونو ملاتړ، د چین په همکارۍ د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه والي، د سیمه یېزو همکاریو او لویو پروژو تطبیق او په ځانګړي توګه د سولې لپاره د سیمه یېزې اجماع په پیاوړتیا کې د چین پر نقش او ونډه وغږيدل.
د چین د ملي امنیت سلاکار او د حاکم ګوند دسياسي او حقوقي کميسيون مشر ښاغلي ګوو شنینګ کون وویل، چې هېواد يې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغان ځواکونو سره همکاریو ته پراختیا ورکوي او د دې ترڅنګ یې د سولې په بهیر کې د خپل هیواد له هر اړخیزې مرستې، د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا او د اقتصادي او سوداګریزو چارو د دوام لپاره د چین له چمتوالي څخه خبر ورکړ.پاى_ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته