کابل باختر دکب اته ويشتمه :
د انتخاباتو د ورځې په را نږدې کيدو سره د جمهوري رياست د نوماندانو د کمپاين مسوولينو د سمنګانو په ولايت کې خپلې انتخاباتي مبارزې له ښارونوڅخه کليو ته غځولې دي.
د سمنګانو له ولايت څخه دباخترآژانس دسيمه ئيز خبريال دخبر له مخې: نن دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ د کليو په سلګونو تنو اوسيدونکو په يوه غونډه کې د ډاکتر عبدالله عبدالله له نوماندۍ سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ