سیاست

حامد کرزي: بهرنيانو دغه ټولې لوبې په افغانانو وکړي.

کابل – باختر دسلواغۍ پنځه لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په هغې اختصاصي ليکنه کې چې د بي بي سي د خبري سايټ په پښتو برخه کې چاپ شوې ده؛ د مجاهدينوله ظهور، روسانو له ماتې او د طالبانو له رامنځته کيدو وروسته د افغانستان حالت څيړلى دى او په دې پيښه کې اصلي لوبغاړي يې بهرنيان بللي دي.
دباختر آژانس خبريال ليکي: د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په هغې ځانګړې ليکنه کې چې د بي بي سي پښتو سرويس ته يې ليږلې ده؛ دپخواني شوروي په وړاندې د دين او هيواد د ساتنې په خاطر يې د افغانستان دخلکو او د مبارزې ته اشاره کړې ده او ويلى يې دى چې په دغه شان شرايطو کې د افغانستان ملت په پاک نيت سره دغه مبارزه پرمخ بوتلله، خو ملاتړو هر يوه خپل هدفونه تعقيبول.
دجمهور رييس د څرګندونو له مخې: د مجاهدينو په برياليتوب سره د دې زمينه برابره شوه چې د هغوى واکمنۍ د خلکو دکړاو او مصيبت سبب شي او په پاى کې هغوى ناکام او بد نام شي چې دنوى قوت درامنځته کيدو زمينه برابره شي.
طالبان له شر او فساد سره د مبارزې په شعار سره راپورته شول او د امنيت دتامنيولو او دملت دمصوونيت ډبره يې په ټټر ووهله. په همدې دليل په پيل کې زما (جمهور رييس ) په ګډون، زياترو افغانانو د طالبانو بشپړ ملاتړوکړ او له هغوى سره يې زياتې مرستې وکړي.
طالبانو ډير ژر انحراف وکړ، دکورني جګړې ته يې مخ وکړه او له ډار اچونې او افرطيت سره په ملاتړ سره يې ځان تجربه کړ.
جمهور رييس کرزي ددغو پيښو اصلي لوبغاړي بهرنيان بولي؛ خو افغانانو ته د هغو کسانو په توګه اشاره کوي چې په دې لوبۀ کې يې تل توپک په اوږو درلود. دغه لنډه څيړنه او په ژور نفس کې ددې څرګندوى دى چې دهيواد مشرتوب په افغانستان اوسيمه کې د روانو پيښو په ژور درک سره د راتلوونکې په نسبت انديښنه لري او دغه انديښنې د هغو کړيو د پټو او څرګندو لاسوهنو زيږنده دي چې د سيمې له نامناسبو حالاتو څخه په استفادې سره دخپلو هدفونو په لټه کې دي.
په همدې دليل دى چې جمهور رييس په دې ليکنه کې ليکي چې موږ د يو ژوندى ملت په توګه بايد داسې اجازه نه واى ورکړى چې بهرنيانو زموږ په برخليک دغه شان لوبه کړى واى؛ خو څه وخت کولى شو دغه شان لوبې او غرضي هدفونه پاى ته ورسو. هغه وخت به وي چې د دې هيواد (الف څخه تر (ى)پورې دملي ګټو په لټه کې شي ،ګروهي تنظيمي ،ګوندي او سياسي ګټو څخه تير شي او يواځې دافغانستان دخلکو او دخپل هيواد په باب فکر وکړو؛ له دې پرته به د تل لپاره فرصت غوښتوونکي بلواګر او ګټې غوښتوونکي ځواکونه د افغانستان له خلکو او هيواد څخه لاس وانه خلي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته