امنیت

دکابل په لويديځ کې دملي وحدت دشهيد عبدالعلي مزاري دشهادت دتلين ددرناوي په مراسمو کې راکټي بريد .

-کابل باختر دکب شپاړلسمه :
دملي وحدت دشهيد عبدالعلي مزاري دشهادت دتلين ددرنايو په مراسمو راکټي  بريد وشو .
دغو مراسموکې دکابل ښار دزرګونو  تنو اوسيدونکو اودهېواد داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ، دبهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني ، حاجي محمد محقق ، پخواني جمهور رييس حامدکرزي،  دملي امنيت دپخواني سلاکار محمد حنيف اتمر ، محمد يونس  قانوني اودجمهوري رياست  دانتخاباتو د نوماند  لطيف پدرام  په شمول دحکومتي مقاماتو په ګډون دکابل ښار دپل سوخته په ساحه کې دمزاري مصلي  ته څيرمه دوام درلود چې په ناڅاپي ډول دڅو چاودنو غږونه واوريدل شول .
دکابل  يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې چاودنې دشهيد مزاري دشهادت  دتلين ددرناوي په مراسمو دتوغنديو د لګيدو زيږنده وې .
ده ددغې پيښې له امله دسر اوښتو احتمالي زيانونو دشمير په باب څه ونه ويل  خو څرګنده يې کړه چې حکومتي مقامات او ستر سياسي  شخصيتونه  يوپه بل پسې له مراسمو څخه ووتل او هغوى ته زيان نه دى اوښتى .
ددې  پيښې جزييات وروسته خپرېږي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته