کابل باختر د وري اوومه
د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان د جمهورو رئیسانو په ګډون تېر ماښام د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه.
باختر اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې
ددغې څلور اړخیزې غونډې په ترڅ کې په منطقه کې د ګډو ګواښونو په اړه خبرې اترې وشوې او د سیمه اییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
همدا راز د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان مشرانو دا هم وویل چې د دغو هېوادونو تر منځ به د ګډو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې له يو بل سره همکاري کوي او په دې برخه کې به له یو بل سره معلومات شریکوي.