سیاست

اجرائيه رئیس: د برېښنا په برخه کې د حکومت پالیسي پر ځان بسیاینه او خودکفايي ده

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په حضور کې د انرژۍ او اوبو وزارت او قردادي شرکتونو ترمنځ د کندهار د ډهالې بند د پراختیا د مطالعاتو، د پلخمري بند د پراختیا او د دروازو د بیارغونې او هم د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د یو مېګاه واټ لمریزې برېښنا د جوړېدو تړونونه لاسلیک شول.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د کندهار د ډهالې بند د پراختیا د مطالعاتو تفاهمپاڼه د 2.2 میلیونه ډالرو، د پلخمري بند د بیارغونې تړون د 2.2 او د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د لمریزې برېښنا تړون د 2.8 میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شول.
په دې اړه په سپېدار ماڼۍ کې جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او برېښنا، کلیو او پراختیا او کرنې وزیرانو، په ملي شورا کې د کندهار، هرات او بغلان ولایاتو استازو او د نړیوالو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.
د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل، چې د اوبو تنظیم او د بندونو رغول د ملي یووالي حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او ویې ویل، چې دوی د نړیوالو اصولو په رڼا کې د افغانستان اوبه مهاروي.
هغه زیاته کړه، چې د برېښنا په برخه کې خصوصي سکتور پانګونه پيل کړې او دوی هڅه کوي چې له دې وروسته د اوبو د مهال او ښه تنظيم په برخه کې هم خصوصي سکتور ته د پانګونې زمینه برابره کړي.
عثماني په هېواد کې له اوبو سره د ناسم چلن او هم د اوبو د زېرمو د کمېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، چې هېوادوال باید په دې برخه کې له پوره احتیاط کار واخلي.
نوموړي وویل، افغانستان نه غواړي چې اوبه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د کشمشکونو او منازعاتو د رامنځته کېدو لامل شي؛ بلکې د نړیوالو اصولو له مخې افغانستان حق لري چې خپلې اوبه مهار کړي؛ په سالمه توګه ترې ګټه واخلي او له شک پرته چې اوبه او انرژي د هېواد په پراختیا کې اساسي رول لري.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي خالد پښتون، د هرات استازي فرهاد مجیدي او د بغلان استازي ډاکټر محی الدین مهدي هم وینا وکړه او له حکومت یې مننه وکړه، چې اساسي پروژو په پیلولو کې یې اقدمات کړي دی.
یادو وکیلانو ټینګار وکړ، چې د ټولو رغنیزو پروژو چارې باید په اساسي ډول ترسره شي او غوښتنه یې وکړه چې په دې ولایاتو کې د نورو بندونو رغولو ته هم پام وشي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې د اوبو او برېښنا له وزارت او نړیوالو ادارو مننه وکړه، چې د یادو بندونو رغېدو او بیارغونې ته یې زمینه برابره کړه.
عبدالله عبدالله وویل، چې د پخواني حکومت د پالیسۍ ډېر ټينګار په وارداتي برېښنا و؛ خو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره دا پالیسي بدله شوه او پر ځان بسیاینه، د کورنیو اوبو مهار او بندونو رغول د یادې پالیسۍ اساسي لومړیتوبونه دي.
هغه د سلما، کمال خان، بخش اباد او نورو بندونو ته په اشارې وویل، چې دغه ټول اقدامات د همدې پالیسۍ په رڼا کې ترسره شوي دي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، تمه وه چې نن د پکتیا د مچلغو بند د جوړېدو تړون هم لاسلیک شي؛ خو د روسي کمپنۍ د استازو په وخت نه را رسېدو دغه لړۍ وځنډوله او راتلونکي اونۍ به د یاد بند تړون هم لاسلیک شي.
اجرائيه اوبو او برېښنا وزارت او یادو قراردادي شرکتونو ته په خطاب کې وویل، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د تل لپاره نه وي، بلکې د یوه فرصت په توګه ترې نه اساسي استفاده وشي. هغه وویل، که چېرې چارې اساسي ترسره نشي؛ نو له یوې خوا به فرصتونه ضایع شي او له بلې خوا به د خلکو د نهیلۍ لامل هم شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې همدا راز له ولسي جرګې مننه وکړه، چې نوماند وزیرانو ته یې د باور رایه ورکړه؛ خو ویې ویل، متاسف یم چې نرګس نهان د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د باور بشپړه رایه ترلاسه نه کړه.
هغه وزیرانو ته په خطاب کې وویل، چې اوس په ډاډه زړه د خدای رضا په پام کې نیولو سره د اساسي قانون مطابق افغانانو ته له هر ډول تبعیض او تړاو پرته رښتینی خدمت وکړي.# 
پاى_ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته